د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ښځو په مشرۍ د ۸۰ زرو کوچنیو کاروبارونو او اقتصادي بوختتیاو په ملاتړ یې نهه سوه زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي. دې پروګرام د یکشنبې په ورځ د (ډیسمبر۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې دغو کاري فرصتونو د څه باندې څلور نیم میلیونو کسانو ژوند ته ګټه رسولې ده. وړاندې راغلي، دغه کاري فرصتونه د اروپايي ټولنې او جاپان د سفارت په ملاتړ رامنځته شوې دي. د ملګرو ملتونو دې پروګرام په یو بل خبر کې ویلي، په بغلان ولایت کې یې وروستیو...